ads

پاكستان نيول شوى هندى سرتېرى خپل هېواد ته وسپاره

پاكستاني چارواكو تېره شپه شاوخوا نهه بجې هغه هندى پيلوټ د خپل هېواد چارواكو ته وسپاره، چې د پاكستان تر كنټرول لاندې سيمه كې د الوتكې له غورځېدو وروسته نيول شوى و.

نویسنده: mayar
11 کب 1397
پاكستان نيول شوى هندى سرتېرى خپل هېواد ته وسپاره

پاكستاني چارواكو تېره شپه شاوخوا نهه بجې هغه هندى پيلوټ د خپل هېواد چارواكو ته وسپاره، چې د پاكستان تر كنټرول لاندې سيمه كې د الوتكې له غورځېدو وروسته نيول شوى و.
د هند له امرتسره د پاکستان تر لاهوره د نېږدې ۲۶ کيلو مټره لارې په اوږدو کې ګڼ شمېر کسان خپل هېواد ته د ابينندن ورتامن د سپارلو د مراسمو ليدو ته را ټول شوي وو.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل، د ښه نيت په هدف به دغه پيلوټ هند ته وسپاري.
د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې پر هندي سرتېرو د جيش محمد ډلې د ځانمرګي بريد په غبرګون كې د دې هېواد جنګي الوتكې تېره اونۍ د پاكستان خاورې ته ننوتې او هلته يې د يادې ډلې يو روزنيز مركز په نښه كړ.
دغه كار د پاكستان غوسه را وپاروله او خپلې جنګي الوتكې يې د هند خاورې ته داخلې كړې، چې وروسته دواړو لورو د يو بل د الوتكو غورځولو ادعاوې وكړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA