ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه يو ورځنۍ لوبه نن ترسره شي.
دا لوبه به د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې پيل شي.
په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې افغان لوبډلې ايرلنډۍ لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه.
تر دې وړاندې افغانستان له ايرلنډ څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.
په پام كې ده يادې لوبډلې يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو تراوسه له يو بل سره ۲۱ يو ورځنۍ لوبې كړي، چې ۱۱ يې افغانستان او ۱۰ يې ايرلنډ ګټلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


