ads

په هرات ښار كې شاوخوا ۹۰ فيصده ودانۍ په ناقانونه توګه جوړې شوي

د هرات د ښار جوړونې ادارې مسوولين وايي، په هرات ښار كې شاوخوا ۹۰ فيصده ودانۍ په غيرې قانوني او خپلسرې توګه جوړې شوې دي.

نویسنده: mayar
10 کب 1397
په هرات ښار كې شاوخوا ۹۰ فيصده ودانۍ په ناقانونه توګه جوړې شوي

د هرات د ښار جوړونې ادارې مسوولين وايي، په هرات ښار كې شاوخوا ۹۰ فيصده ودانۍ په غيرې قانوني او خپلسرې توګه جوړې شوې دي.
د هرات د ښار جوړونې رياست مرستيال حارث ارين كليد ته وويل، په تېر مالي كال كې په هرات ښار كې له ۳۰۰ زياتې ودانۍ، چې ډېرى يې سوداګريزې دي، په ناقانونه بڼه او د ښاري ماسټر پلان له په نظر كې نيولو پرته جوړې شوې دي.
دى د هرات ښاروالي د ودانيو جوړولو د څارنې په برخه كې په نه پاملرنې تورنوي او ټينګار كوي، چې ولايتي اداره او ښاروالي د ښار په كچه د ماسټر پلان او معياري نقشو په پلي كولو كې ناكامې وې.
په همدې حال كې د هرات ولايتي اداره وايي، په دغه ولايت كې د ودانيو جوړولو د جدي څار لپاره يو كمېسيون جوړ شوى دى.
غوښتل مو په دې تړاو د هرات ښاروالۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA