ads

په فارياب كې يوه امنيتي پوسته تر سقوط وروسته بېرته نيول شوې

د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې د ملي اردو يوه امنيتي پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوې ده.

نویسنده: mayar
10 کب 1397
په فارياب كې يوه امنيتي پوسته تر سقوط وروسته بېرته نيول شوې

د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې د ملي اردو يوه امنيتي پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو تېره شپه په قيصار ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته، خو كره شمېر يې تر دا مهاله څرګند نه دى.
د نوموړي په وينا، افغان ځواكونه وتوانېدل نن سهار سقوط شوې امنيتي پوسته بېرته تر خپلې ولكې لاندې راولي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په ياد بريد كې يې د افغان اردو ۱۲سرتېري او شپږ سيمه ييز پوليس وژلي او څو تنه نور يې ټپيان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA