ads

افغانستان او ايرلنډ سبا د كركټ دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د پنځو يو ورځنيو لوبو په لومړۍ سيالۍ كې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
10 کب 1397
افغانستان او ايرلنډ سبا د كركټ دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د پنځو يو ورځنيو لوبو په لومړۍ سيالۍ كې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه.
د لومړۍ لوبې پچه د ايرلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
دغې لوبډلې په ۴۹ اعشاريه دوه اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۶۲ منډې هدف وټاكه، خو د افغانستان لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۱ اعشاريه پنځه اورونو د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدين نايب ته وركړل شوه.
هغه ۴۶ منډې وكړې او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.
تر دې وړاندې افغانستان له ايرلنډ څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.
ټاكل شوې يادې لوبډلې يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA