ads

په مزار شريف ښار كې د ماين چاودنه شوې

د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د ماين چاودنې دوه تنه ټپيان كړل.
امنيتي مسوولين وايي، دا چاودنه د روضې مباركې جنوب ته په باختر بازار كې د هغه ماين له كبله وشوه، چې په يوه بايسكل كې ځاى پر ځاى شوى و.

نویسنده: mayar
9 کب 1397

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، پېښه تېر مازديګر رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې دوه تنه ټپيان شول.
ده د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې كړه، په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
عيني شاهدان بيا وايي، دغې ماين چاودنې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان كړي دي.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA