ads

د مخابراتي خدمتونو د محصول را غونډولو سيسټم تړون لاسليك شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې وړاندې په ارګ كې د
(Real Time Data Management) سيسټم پروژې قرارداد لاسليک شو.

نویسنده: mayar
9 کب 1397
د مخابراتي خدمتونو د محصول را غونډولو سيسټم تړون لاسليك شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې وړاندې په ارګ كې د
(Real Time Data Management) سيسټم پروژې قرارداد لاسليک شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دا قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير شهزادګل اريوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ رئيس جوشوا جي بوستوز لاسليک کړ.
سرچينه زياتوي، ياد سيسټم د ۱۰ فيصده مخابراتي خدمتونو محصول د را غونډولو او روڼ مديريت په هدف جوړ شوى، چې د هېواد په کچه به ترې استفاده وشي.
سرچينه دا سيسټم د مخابراتي سکټور د عوايدو د راپور ورکولو مسوول بولي او په وينا يې، د دې سيسټم د ايجاد اساسي هدف په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوايدو او د ۱۰ فيصده مخابراتي محصول د را غونډولو په پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو له سيسټم سره د اتصال له لارې د حقيقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتيا د ټينګښت له لارې د هېواد ملي عوايد زياتېږي.
د ۱۰ فيصده مخابراتي محصول د را غونډولو په اړه د فرمان له توشېح وروسته تر دا مهاله له ۱۴ ميليارده او ۵۹۰ ميليونه څخه زياتې افغانۍ را ټولې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA