له اسلام اباده د نوي ډيلي تر غوښتنې وروسته د پاكستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې نيول شوى هندى پيلوټ ښايي سبا خوشې كړي.
دا پيلوټ تېره ورځ د پاكستان تر ولكې لاندې کشمير کې د الوتکې له غورځوېدو وروسته ونيول شو.
نوي ډيلي د دغه ټپي پيلوټ د ويډيو د ښودلو له كبله پر پاکستان نيوکه کړې او وايي، د جينيوا کنوانسيون ښکاره سرغړونه ده.
د هند د بهرنيو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي و، چې دې پيلوټ ته زيان ونه رسوي او سملاسي يې ور خوشې کړي.
د چهار شنبې په ورځ پاکستان د هند د دوو الوتکو د غورځولو او د دوو پيلوټانو د نيولو خبره وکړه، خو وروسته يې وويل، يو پيلوټ يې نيولى دى.
له بلې خوا هند وايي، يوه يې خپله او يوه هم د پاکستان الوتکه غورځېدلې ده.
د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې پر هندي سرتېرو د جيش محمد ډلې د ځانمرګي بريد په غبرګون كې د دغه هېواد جنګي الوتكې وړمه ورځ د پاكستان خاورې ته ننوتې او هلته يې د يادې ډلې يو روزنيز مركز په نښه كړ.
دې كار د پاكستان غوسه را وپاروله او خپلې جنګي الوتكې يې د هند خاورې ته داخلې كړې، چې وروسته دواړو لورو د يو بل د الوتكو غورځولو ادعاوې وكړې.


