ads

د امريكا او شمالي كوريا د مشرانو مذاكرات بې پايلې پاى ته ورسېدل

د ويتنام په پايتخت هانوى كې د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه، چې تېره ورځ پيل شوې وه، نن له وخته مخكې بې پايلې پاى ته ورسېده.

نویسنده: mayar
9 کب 1397

سپينه ماڼۍ وايي، د دواړو چارواكو مذاكرات ښه او ګټور وو، خو هوكړې ته ونه رسېدل.
د امريكا جمهور رئيس په يوه خبري غونډه كې وويل، د شمالي كوريا له مشر څخه يې وغوښتل، چې زيات اقدامات وكړي، خو هغه چمتو نه و.
نوموړي زياته كړه، كيم د ټولو بنديزونو د لرې كولو غوښتونكى و، خو ده نه شو كولاى داسې كار وكړي.
سپينې ماڼۍ مخكې ويلي و، چې د امريكا او شمالي كوريا مشران به نن يوه اعلاميه لاسليك كړي، خو دغه كار ونه شو.
د دوى خبرې له اټومي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې او د شمالي كوريا د توغندويي پروګرام پر پاى ته رسولو متمرکزې وې.
د امريكايي چارواكو په خبره، تراوسه د ټرمپ او كيم د درېيمې غونډې تصميم نيول شوى نه دى.
يادو مشرانو خپله لومړۍ ليدنه د تېر ميلادي كال په جون مياشت كې په سينګاپور كې ترسره كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA