د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ نن د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې پيل شوه.
د لومړۍ لوبې پچه د ايرلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
دغې لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۶۲ منډې هدف وټاكه.
اوس وقفه ده او څو شېبې وروسته به افغان لوبغاړي توپوهنه پيل كړي.
تر دې وړاندې افغانستان له ايرلنډ څخه د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.
ټاكل شوې يادې لوبډلې يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو تراوسه له يو بل سره ۲۰ يو ورځنۍ لوبې كړي، چې ۱۰ يې افغانستان او ۱۰ يې ايرلنډ ګټلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


