د بادغيس د امنيه قوماندانۍ استخباراتي پوليسو د شپږو ماين چاودنو مخه ونيوله.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا ماينونه د ترهګرو لخوا د تروريستي بريدونو د ترسره كولو په هدف د جوند ولسوالۍ په مربوطاتو كې ځاى پر ځاى شوي وو.
په خبرپاڼه كې راغلي، د بادغيس د امنيه قوماندانۍ استخباراتي پوليسو دغه ماينونه په وخت كشف او خنثى كړل.
د سرچينې په خبره، د يادو ماينونو په كشفېدو سره د څو تروريستي پېښو، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې سبب كېدې، مخه ونيول شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ