په اروزګان كې د كركټ يو مياشتنۍ لوبې پاى ته ورسېدې

په اروزګان كې د سولې ارمان په نوم د ۱۲ لوبډلو په ګډون د كركټ يو مياشتنۍ سيالۍ پرون ناوخته د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
دا لوبې د لوبغاړو په شخصي لګښت پلان شوې وې، چې په كې اتفاق لومړى، لمر كركټ دوهم او د تالاني اتلانو لوبډلې درېيم مقام خپل كړ.