په اروزګان كې د سولې ارمان په نوم د ۱۲ لوبډلو په ګډون د كركټ يو مياشتنۍ سيالۍ پرون ناوخته د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
دا لوبې د لوبغاړو په شخصي لګښت پلان شوې وې، چې په كې اتفاق لومړى، لمر كركټ دوهم او د تالاني اتلانو لوبډلې درېيم مقام خپل كړ.
د دې ټورنمنټ ګډونوال لوبغاړي په اروزګان كې د كركټ بورډ مسوولين په كم كارۍ تورنوي او وايي، د لوبو په برخه كې يې ورسره هېڅ ډول همكاري نه ده كړې.
دوى د كركټ بورډ له مركزي مسوولينو غواړي، چې په دغه ولايت كې كركټ ته پاملرنه وكړي او ستونزې يې ور حل كړي.
د كركټ لوبې دا لوبغاړي زياتوي، ترسره شوې لوبې يې له لاسته راوړنو ډکې وې او په وينا يې، د لوبغالي پر نه شتون سربېره د لوبو په برخه کې له ګڼو نورو امکاناتو هم بې برخې دي او تر دا مهاله ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
په اروزګان كې په تېرو درېيو كلونو كې ورزش زياته وده كړې او ګڼ شمېر ځوانان هلته پر كركټ او ځينو نورو لوبو بوخت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


