ads

پاكستان او هند د يو بل د جنګي الوتكو د نسكورولو ادعاوې كوي

پاکستان وايي، نن سهار ‌يې د هند دوه جنګي الوتکې د دغه هېواد فضايي حريم ته له ور اوښتو وروسته نسکورې کړې، يو هندى پيلوټ‌ يې نيولى او د دوو نورو د نيولو هڅه كوي.
د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور ويلي، يوه وېشتل شوې هندۍ جنګي الوتكه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير او بله د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې لوېدلې ده.

نویسنده: mayar
8 کب 1397

بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راويش کومار وويل، نن سهار د دوى خاورې ته درې پاکستانۍ الوتکې ننوتلې وې، چې د هند هوايي ځواکونو يوه الوتکه را نسکوره کړې او دوه نورې تښتېدلې دي.
هغه ومنله، چې يوه هندۍ الوتکه هم نسکوره شوې او يو پيلوټ يې وژل شوی دی.
كومار د پاكستان دا ادعا، چې ګواكې يو هندى پيلوټ يې نيولى، رد كړه.
دا په داسې حال كې ده، چې پرون سهار څو هندي جنګي الوتكې د پاكستان خاورې ته ننوتې او هلته يې د جيش محمد ډلې يو روزنيز مركز په نښه كړ.
پاکستان تېره ورځ د دغو هوايي بريدونو د غچ اخيستلو خبره کړې وه.
جيش محمد ډلې څه موده وړاندې د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې د دغه هېواد پر ځواكونو ځانمرګى بريد وكړ، چې له كبله يې لسګونو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA