د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف استعفا ونه منله او هغه يې د ايران د پخلاينې خلاف وبلله.
روحاني وايي، د ايران د بهرني سياست په مخته وړلو كې د لوړپوړي مسوول چارواكي په توګه د بهرنيو چارو د وزير له ځاى سره، چې د ظريف غوښتنه ده، موافق دى.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وروسته له دې له خپلې دندې استعفا وكړه، چې د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد په يوه نا اعلان شوي سفر تهران ته لاړ او هلته يې د ايران له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي او د دغه هېواد له جمهور رئيس حسن روحاني سره په جلا توګه وليدل.
محمد جواد ظريف د دې دواړو ليدنو په هېڅ يوې كې حضور نه درلود.
د يادونې وړ ده، چې نوموړى نن سهار په تهران كې د ارمنستان د لومړي وزير د هركلي په مراسمو كې ولاړ و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


