د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي كوريا مشر كيم جونګ اون به نن او سبا د ويتنام په پايتخت هانوى كې له يو بل سره وغږېږي.
د دوى خبرې به له اټومي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې او د شمالي كوريا د توغندويي پروګرام پر پاى ته رسولو متمرکزې وي.
د امريکا جمهور رئيس په خپله الوتكه كې، چې اير فورس ون نومېږي، ويتنام ته لاړ، خو د شمالي كوريا مشر بيا د ريل په واسطه د چين له لارې د ۳۰۰۰ کيلو مټره واټن له وهلو وروسته ويتنام ته ورسېد.
ټرمپ ويتنام ته له روانېدو مخکې پر خپله ټويټر پاڼه وليکل، په بشپړه توګه د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په بندېدو سره به دا هېواد په تېزۍ سره اقتصادي ځواک شي.
يادو مشرانو خپله لومړۍ ليدنه د تېر ميلادي كال په جون مياشت كې په سينګاپور كې ترسره كړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


