په ننګرهار كې د كور د چت لوېدو له كبله د يوې كورنۍ ۱۰ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا پېښه تېره ورځ د مركز جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې په توپ غونډۍ سيمه كې رامنځته شوې ده.
هغه زياته كړه، په پېښه كې يوه اووه كلنه ماشومه او يوه ۵۵ كلنه ښځه وژل شوي، يوه اووه مياشتنۍ ماشومه او اووه نورې ښځې، چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۳۳ كلونو پورې دي، ټپيانې شوې دي.
د خوږياڼي په وينا، لومړني معلومات ښيي، چې د لوېدلي چت لاندې برخه په اساسي ډول نه وه جوړه شوې، نو ځكه دا پېښه رامنځته شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ