د ننګرهار د ملي امنيت ځواکونو لخوا په تېره يوه اونۍ کې په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په مهال دوه ځانمرګي بريد كوونكي او يو هدفي وژونکى نيول شوي دي.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل نن په يوه خبري غونډه كې يو ځانمرګى بريد كوونكى پاكستانى وګړى ياد كړ.
ده وويل، دې بريد کوونکو غوښتل په کابل کې په مهمو ځايونو کې بريدونه وكړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې په درونټې سيمه كې ونيول شول.
نيول شوو ځانمرګو بريد كوونكو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د داعش ډلې د مشرانو له لوري په کابل کې د ځانمرګو بريدونو ترسره كولو ته هڅول شوي وو.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ