د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې سپين غر سينما ته څېرمه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې د پوليسو په يوه رېنجر موټر پورې نښلول شوي چسپكي ماين چاودنه كړې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې چاودنه كې يو پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې كړه، چې په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
د خوږياڼي په وينا، د پېښې په تړاو څېړنې دوام لري.
د دغې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ