ads

طالبانو په فارياب كې د ملي اردو ځواكونو پر يوه امنيتي بېس بريد كړى

وسله والو طالبانو د فارياب د المار ولسوالۍ په خواجه عثمان كلي كې د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ملي اردو ځواكونو پر يوه امنيتي بېس بريد كړى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، په دغه بريد كې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
7 کب 1397

د نوموړي په خبره، افغان ځواكونو د طالبانو دا بريد په شا تمبولى او په ځوابي ډزو يې څلور طالبان وژلي او څلور نور يې ژوبل كړي دي.
يورش زياته كړه، امنيتي ځواكونو د جګړې په مهال هغه هاموې ټانك له منځه وړى، چې مخكې طالبانو ترلاسه كړى و.
خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ياد بريد كې د ۱۲ افغان سرتېرو د وژلو او شپږو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA