هندي جنګي الوتكو د پاكستان پر خاورې هوايي بريدونه وكړل

د هند جنګي الوتكو نن سهار د پاكستان په بالاكوټ سيمه كې د جيش محمد ډلې يو مركز په نښه كړى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواكي ويجې كشاو ګاخال په يوه خبري غونډه كې وويل، د هېواد ۱۲ جنګي الوتكو يې د جيش محمد ډلې پر يوه روزنيز كمپ هوايي بريدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د دې ډلې زيات شمېر جنګيالي، مهم قوماندانان او نور غړي ووژل شول.