د هند جنګي الوتكو نن سهار د پاكستان په بالاكوټ سيمه كې د جيش محمد ډلې يو مركز په نښه كړى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواكي ويجې كشاو ګاخال په يوه خبري غونډه كې وويل، د هېواد ۱۲ جنګي الوتكو يې د جيش محمد ډلې پر يوه روزنيز كمپ هوايي بريدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د دې ډلې زيات شمېر جنګيالي، مهم قوماندانان او نور غړي ووژل شول.
په همدې حال كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هند د دغو هوايي بريدونو په غبرګون كې هغه پر پاكستانۍ خاورې تېرى او د پاكستان د حريم نقضول بللي او ويلي يې دي، هېواد يې له ځانه د دفاع حق لري.
بل پلو د پاكستان د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د يادو بريدونو په وړاندې د غبرګون په هدف د دغه هېواد كابينې بېړنۍ غونډه كړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې جيش محمد ډلې نېږدې دوه اونۍ مخكې د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې د دې هېواد پر ځواكونو ځانمرګى بريد وكړ، چې له كبله يې لسګونو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


