ads

په سرپل كې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د سرپل په سانچارك ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د وليد ۳۸ عملياتو په مهال نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
6 کب 1397
په سرپل كې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د سرپل په سانچارك ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د وليد ۳۸ عملياتو په مهال نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، په دې عملياتو كې دوه طالبان وژل شوي او د سانچارك ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي نورالحق او هلته د هغوى د نظامي مسوول ملا نور احمد مشهور په خالد په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، د دغو عملياتو په ترڅ كې د يادې ولسوالۍ تغاى خواجه او ينګه جيك كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA