ads

د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو وسله وال بريد شوى

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې تېر ماخوستن شاوخوا اووه بجې د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو د بې غږه تومانچې ‌‌‌‌‌‌ډزې شوي، چې له كبله يې د دې ښاروالۍ د جوازونو مدير سيدالرحمن وژل شوى او د شېرزاده په نوم د املاکو مدير ټپي دى.

نویسنده: mayar
6 کب 1397

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، د تورخم ښاروالۍ ياد مديران په تورخم ښارګوټي کې د شپې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ له خوړلو وروسته خپل استوګنځاى ته روان وو، چې د نامعلومو وسله والو تر غلچکي بريد لاندې راغلي دي.
نوموړي زياته كړه، ټپي شوى مدير اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA