افغانستان په درېيمه ۲۰ اوريزه لوبه كې هم ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په درېيمه ۲۰ اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله، تېره شپه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه.
د ايرلنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه وركړه.