ads

افغانستان په درېيمه ۲۰ اوريزه لوبه كې هم ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په درېيمه ۲۰ اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله، تېره شپه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه.
د ايرلنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه وركړه.

نویسنده: mayar
6 کب 1397

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ منډې وكړې، خو د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو او په ۲۰ اورونو كې يې د اتو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۷۸ منډې جوړې كړې او لوبه يې د ۳۲ منډو په توپير وبايلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته وركړل شوه.
ده په ۳۶ توپونو ۸۱ چټكې منډې وكړې.
افغانستان له وړاندې د لومړۍ او دوهمې ۲۰ اوريزو لوبو په ګټلو سره د دې لوبو لړۍ په خپل نوم كړې وه.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د راتلونكې پنجشنبې په ورځ پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA