د امريکا په ټکزاس ايالت کې د بويينګ ۷۶۷ ډوله الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
دا درې واړه د الوتکې تخنيکي عمله وه، چې ځای پر ځای ووژل شول.
د امريکا د هوايي چلند فډرالي اداره وايي، د اطلس شرکت دغه ۷۶۷ ډوله بويينګ الوتکه له ميامي هوسټون ته پر لاره وه، چې د ټکزاس ايالت په اناهووک سيمه کې يې سقوط وکړ.
تر دې دمه د دغې الوتکې د سقوط علت نه دی په ډاګه شوی.


