ads

په سعودي عربستان كې نهه بريتانوي سرتېري ووژل شول

په يمن کې ايران پلوه وسله واله ډله انصارالله وايي، په سعودي عربستان کې نهه هغه بريتانوي سرتېري وژل شوي، چې د يمن پر پوله يې پر حوثي وسله والو د سعودي په بريدونو کې مرسته کوله.

نویسنده: mayar
5 کب 1397
په سعودي عربستان كې نهه بريتانوي سرتېري ووژل شول
Guardsmen advancing forward take up next firing position as mutual support is given by friendly forces.

په يمن کې ايران پلوه وسله واله ډله انصارالله وايي، په سعودي عربستان کې نهه هغه بريتانوي سرتېري وژل شوي، چې د يمن پر پوله يې پر حوثي وسله والو د سعودي په بريدونو کې مرسته کوله.
انصارالله تېره شپه اعلان وکړ، چې يادو بريتانوي سرتېرو په يمن د بريدونو په تړاو سعودي ته مشورې ورکولې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ ډېلي اېکسپرېس ورځپاڼې هم په سعودي كې د دوو انګرېزي سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
دا سرتېري د هغو پټو عملياتو برخه وو، چې د امريکا په مشرۍ د سعودي له خاورې په يمن کې ترسره کېږي.
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۳۹۴يم لمريز کال کې د امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو په ملاتړ په يمن کې عمليات پيل کړل.
دغه ايتلاف وايي، هدف يې بېرته واک ته د يمن د جمهور رئيس عبدربه منصور هادي ګرځول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA