ads

وينزويلا له کولمبيا سره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې

د وينزويلا جمهور رئيس نيکولاس مادورو له کولمبيا سره د دې هېواد ټولې سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې او کولمبيايي ډيپلوماټانو ته يې ۲۴ ساعته وخت ورکړ، چې له وينزويلا ووځي.
ده نن سهار دا اعلان وکړ.

نویسنده: mayar
5 کب 1397

مادورو د کولمبيا جمهور رئيس ايوان دوک تورن کړ، چې پر وينزويلا يې د بهرني پوځي بريد ملاتړ کړی دی.
هغه وويل، د صبر کاسه يې ډکه شوې، نه شي کولای داسې څه وزغمي او وګوري، چې کولمبيا اجازه ورکوي له خاورې يې پر وينزويلا د بريد لپاره ګټه واخيستل شي.
پرون زرګونو وينزويلايانو لاريونونه وکړل او له مادرو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA