د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه كې په ماتې وركولو د دې لوبو لړۍ په خپل نوم كړه او درې نړيوال ريكارډونه يې هم جوړ كړل.
دا لوبه، چې پچه يې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله، تېره شپه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې وكړې، خو د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو او په ۲۰ اورونو كې يې د شپږو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۹۴ منډې جوړې كړې او لوبه يې د ۸۴ منډو په توپير وبايلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حضرت الله ځاځي ته وركړل شوه.
ده په ۶۲ توپونو ۱۶۲ چټكې ناسوځېدلې منډې وكړې.
په دې لوبه كې افغان لوبغاړو د لوړ هدف، ښې ملګرتيا او چټكې سليزې درې نړيوال ريكارډونه جوړ كړل.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به درېيمه او وروستۍ ۲۰ اوريزه لوبه د كابل په وخت نن ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


