افغان ګډو ځواكونو د پكتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د نشه يي توكو پنځه زېرمتونونه كشف كړي او له منځه يې وړي دي.
د كورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا عمليات تېره شپه په ضياء الدين كلي كې ترسره شول، چې په پايله كې يې امنيتي سرتېرو ۸۱۰۰ كيلو ګرامه چرس او ۱۰۰۰ كيلو ګرامه بنګدانه ترلاسه كړه او په سيمه كې يې له منځه يووړه.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې شپږ ميله بېلابېل ډوله وسلې او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول او د قضيې په تړاو يو كس نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواكونو تېره اونۍ د پكتيا د احمد ابا ولسوالۍ په غړک سيمه کې هم ۵۸۹ کيلو ګرامه چرس نيولي وو.