ads

په هرات كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي ونيول شول

د هرات امنيتي مسوولين په دغه ولايت كې د سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكو د كشف او نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
4 کب 1397
په هرات كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي ونيول شول

د هرات امنيتي مسوولين په دغه ولايت كې د سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكو د كشف او نيولو خبر وركوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، پوليسو تېره شپه د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو له يوې ډلې سره په وسله واله نښته كې ۵۷۰ كيلو ګرامه ترياك او چرس ترلاسه كړل.
د هغه په وينا، قاچاق وړونكو دا نشه يي توكي په يوه سراچه ډوله موټر كې ځاى پر ځاى كړي وو.
وليزاده زياته كړه، قاچاق وړونكي له پوليسو سره تر جګړې وروسته وتښتېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA