د دايكندي په ميرامور ولسوالۍ كې د برفكوچ له كبله دوه تنه وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه دوه وروڼه، چې يو ۱۴ كلن او بل شاوخوا ۱۷ كلن و، د ميرامور ولسوالۍ په ميرغلام كلي كې تر برفكوچ لاندې شول.
احساني كليد ته وويل، د يادو وروڼو د جسدونو پيدا كولو هڅې روانې دي.
د دايكندي د والي ويانده ډاډ وركوي، چې د دې ولايت ټولې مواصلاتي لارې د موټرونو د تګ راتګ پر مخ پرانيستې دي.