د نورستان ولايتي چارواكي وايي، هڅه كوي د نن ورځې تر پايه د دې ولايت د مركز او كونړ ترمنځ غځېدلې لار، چې د واورې ورېدنې او برفكوچونو له كبله له وړمې ورځې راهيسې تړلې ده، بېرته د ټرافيكو پر مخ پرانېزي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم کليد ته وويل، هلته ۱۸۰ سانتي متره واوره شوې او ۳۰ برفكوچونه راغلي، چې په ترڅ كې يې خلكو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
د هغه په وينا، د نورستان په واما ولسوالۍ كې پر يوه كور د واورې ښويېدو له كبله يوه ښځه وژل شوې وه او درې ماشومان ټپيان وو او له دې پرته ځاني زيان نه لري.
د نورستان اوسېدونكي له مركزي حكومته غواړي، چې د دغه ولايت له زيانمنو شوو كورنيو سره د خوراكي او نورو توكو مرسته وكړي.