ټاكل شوې د كابل په وخت نن ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقيقې په هند كې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه پيل شي.
دا لوبه به د افغانستان په کوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.
افغان لوبډلې وړمه شپه په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډۍ لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبو په روانې لړۍ كې درې ۲۰ اوريزې، پنځه يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه شامله ده.
دغه لوبې نړيوال جام ته د چمتووالي په هدف د افغانستان لپاره مهمې بلل کېږي.


