ads

په هرات كې يو طالب ماين اېښودونكى نيول شوى

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ كې يو طالب ماين اېښودونكى نيول شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت له لوري تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دې كس، چې د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونكى او په دغې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو مهم غړى دى، هلته په لاس جوړ شوى په ريموټ كنټرول سيسټم مهجز بوشكه يي ماين د امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو د په نښه كولو لپاره ځاى پر ځاى كړى و.

نویسنده: mayar
3 کب 1397

سرچينه وايي، ياد كس د پښتون زرغون ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د پوليسو لخوا ونيول او ښخ شوى ماين كشف او خنثى شو.
د كورنيو چارو وزارت په وينا، نيول شوي كس د پښتون زرغون ولسوالۍ د لارې په اوږدو كې پر ماين اېښودنو او څو وسله والو غلاوو او تېريو كې پر لاس لرلو اعتراف كړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA