ads

په فراه كې دوه انسان تښتوونكي ونيول شول

د فراه امنيتي مسوولين په دغه ولايت كې د دوو انسان تښتوونكو د نيولو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، دا انسان تښتوونكي د پنجشنبې په مازديګر د ولايت د مركز په مربوطاتو كې د پوليسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې ونيول شول.

نویسنده: mayar
3 کب 1397

د نوموړي په خبره، امنيتي ځواكونو له نيول شوو كسانو يو ميل تومانچه، يو عراده موټر او څلور عرادې موټر سايكلونه ترلاسه كړي دي.
د فراه امنيه قومانداني وايي، نيول شوي كسان د انسان تښتونې په دوو پېښو كې په لاس لرلو تورن دي.
د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۹م ميلادي كال له پيله تر دا مهاله په فراه كې د انسان تښتونې په تور له ۱۰ زيات كسان نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA