ads

په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى

د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد له كبله د طالبانو د دوو مهمو غړو په گډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
3 کب 1397
په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى

د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد له كبله د طالبانو د دوو مهمو غړو په گډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا هوايي بريد پرون ناوخته د قره باغ ولسوالۍ په قبرغه سيمه كې د طالبانو د كوچيانو پر ډلې شوى دى.
سرچينې د دوو وژل شوو مهمو طالبانو نومونه عمر فاروق او ابو مختار ياد كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغه هوايي بريد په اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA