ads

افغانستان د كركټ په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې، چې تېره شپه په هند كې ترسره شوه، ماتې وركړه.
د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.

نویسنده: mayar
3 کب 1397

د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته ۱۳۳ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې دا هدف په ۱۹ اعشاريه دوه اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او ايرلنډۍ لوبډلې ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته وركړل شوه.
هغه ۴۹ منډې وكړې او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه سبا ماښام پيل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبو په روانې لړۍ كې درې ۲۰ اوريزې، پنځه يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه شامله ده.
دا ټولې لوبې د افغانستان په کوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي.
دغه لوبې نړيوال جام ته د چمتووالي په هدف د افغانستان لپاره مهمې بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA