ads

په بنګلدېش کې اور لګېدنې ۷۰ تنه ووژل

د بنګلدېش په پلازمېنه ډاکه کې د اورلګېدنې له کبله ۷۰ تنه وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
2 کب 1397
په بنګلدېش کې اور لګېدنې ۷۰ تنه ووژل

د بنګلدېش په پلازمېنه ډاکه کې د اورلګېدنې له کبله ۷۰ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې اورلګېدنه په لومړي سر کې د ګازو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې خو وروسته یې د کیمیاوي توکو ګودامونو ته لار پیدا کړې.
د ډاکې ځايي پولیس وایي چې په پېښه کې ۷۰ کسه وژل شوي دي خو ددې شمېر د ډېرېدو امکان شته دی.
د پولیسو په خبره ددوی څېړنې تر دې دمه نه دي بشپړې شوې، خو لومړني معلومات ښيي، چې اورلګېدنه د ګازود چاودنې له کبله رامنځ ته شوې او په ډېر شدت یې لمن پراخه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA