ads

روحاني: د تهران ـ واشنګټن کړکيچ خپل وروستي پړاو ته رسېدلی

د ایران جمهور رييس وایي، د واشګټن او تهران ترمنځ کړکېچ وروستي پړاو ته رسیدلی دی.
د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې حسن روحاني پرون د خپل هېواد کابینې ته وویل، امریکا له خپل ټول واکه د دوی پر ضد استفاده کړې او د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ وروستي حد ته رسېدلی.

نویسنده: mayar
2 کب 1397

روحاني د امریکا له لوري پر ایران لګېدلو بندیزونو ته د اقتصادي ترورېزم نوم ورکړ.
د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته تر هغه کړکېچ زیات شو چې تېر کال د مې په میاشت کې د امریکا د متحد ایالتونو جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هېوادو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت او پر ایران یې یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.
د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال جمهور رييس مایک پنس تېره اوونۍ په پولنډ کې د منځني ختیځ په کنفرانس کې چې شاوخوا د ۶۰ هېوادونو استازیو برخه اخېستې وه، ایران د منځني ختیځ د سولې او امنیت لپاره ستر ګواښ وباله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA