ټاکل شوې سبا د افغانستان او ايرلنډ کرکټ لوبډلې د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان په کوربتوب د لوبو اوږده لړۍ پیل کړي.
دغه لوبۍ د سږ کال نړيوال جام ته د تياري په هدف د افغانستان لپاره خورا مهمې بلل کېږي.
د افغانستان او ايرلنډ کرکټ لوبډلو په دې لړۍ کې ۳ شل اوريزې، ۵ پنځوس اوريزې او يوه ټېسټ لوبه شامله ده.
دغه ټولې لوبې د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې شل اوريزې لوبې به د افغانستان په وخت د ماښام په شپږو بجو، پنځوس اوريزې هغه به له غرمې وروسته په دوو بجو او يوازينۍ ټېسټ لوبه به سهار ۹ بجې پيلېږي.
د دې لړۍ لومړۍ لباره سبا د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.
ايرلنډ او افغانستان دواړو په وروستيو کې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی او دواړه لوبډلې د يوې بلې سرسختې سيالانې بلل کېږي خو په وروستيو کې افغانستان ايرلنډ ته په يوه خورا پياوړي سيال بدل شوی او ډېرې لوبې يې ورته بايللې دي.


