د ايرلنډ کرکټ لوبډله له افغانستان سره د لوبو د ترسره کولو لپاره تېره شپه د هند دهرادون ښار ته ورسېده. دغه لوبې د دې ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان او ايرلنډ کرکټ ملي لوبډلې درې شل اوريزې، پنځه يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.
لومړۍ شل اوريزه لوبه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام په ۶ بجو پيلېږي.