ads

د امریکا په مشیګان کې وسله وال بريد څلور تنه وژلي

د راپورونو له مخې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې دي او د درېیو ماشومانو په ګډون یې څلور کسه وژلي دي.

نویسنده: mayar
30 سلواغه 1397
د امریکا په مشیګان کې وسله وال بريد څلور تنه وژلي

د راپورونو له مخې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې دي او د درېیو ماشومانو په ګډون یې څلور کسه وژلي دي.

د مشیګان ایالت پولیس وایي پېښه تر څېړنې لاندې ده او په اړه به یې نور معلومات له رسنیو سره شریک کړل شي. ډزې کوونکی کس له سیمې تښتېدلی دی خو پولیس وایي تر تعقیب لاندې دی. په امریکا کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر عامه خلکو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي. په تېر ۲۰۱۸ کال کې هم په ورته پېښو کې ګڼو امریکایانو ته مرګ ژوبله واوښته. له همدې امله تېر کال په امریکا کې د وسلو د پلور او کارو بار پر ضد پراخ لاریونونه هم وشول، خو تر ډېره اغېزناک نه دي تمام شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA