ads

د هند لومړي وزير له پاکستان سره خبرې رد کړې

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر بریدونو وروسته د خبرو وخت ختم شوی او د دې وخت را رسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي.

نویسنده: mayar
30 سلواغه 1397
د هند لومړي وزير له پاکستان سره خبرې رد کړې

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر بریدونو وروسته د خبرو وخت ختم شوی او د دې وخت را رسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي.
نوموړي ویلي، پټه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول پخپله ترهګرۍ ته وده ورکوي.
په نوي ډيلي کې د ارجنټاین له جمهور رييس سره تر لیدنې وروسته لومړي وزیر مودي خبریالانو ته وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر ضد یو موټی شي.
نوموړي وویل، اوس هند نور د ترهګرو پر ضد له ګام اخیستو نشي په شا کېدلی او که داسې کوي نو دا به ترهګرۍ ته د ودې ورکولو په مانا وي.
په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. هند د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته په اسلام اباد کې خپل سفیر بېرته کور ته ور بللی و. هند وړمه ورځ له پاکستان سره خپلې ګډې پولې ته نږدې یو شمېر پوځي تمرینات هم پیل کړل. لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، پاکستان د ترهګرو په ملاتړ سره لویه تېروتنه کړې ده او هند به یې ځواب ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA