امنيتي ځواكونو تېره ورځ په پكتيا كې ۵۸۹ کيلو ګرامه چرس نيولي دي.
د پكتيا امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، ياده اندازه چرس يې د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو له لوري د احمد ابا ولسوالۍ په غړک سيمه کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه كې د پکتيا د امنيه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي له قوله ويل شوي، دا نشه يي توكي په يوې خالي كلا كې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د دقيقو راپورونو پر بنسټ امنيتي ځواكونو كشف کړل.
د دغو نشه يي توکو په تړاو څوک نيول شوي نه دي.
دوه اونۍ وړاندې هم د پکتيا امنيه قوماندانۍ منسوبينو د سيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۷۳۰ کيلو ګرامه چرس نيولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ