پوليسو په كابل ښار كې يو تن له ۴۸ اعشاريه پنځه ليټره الكولي مشروباتو سره يو ځاى نيولى دى.
د كابل امنيه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو پرون له غرمې وروسته د كابل ښار د ۱۰مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د اوپراتيفي عملياتو په مهال د الكولي مشروباتو يو پلورونكى له يو سراچه ډوله موټر او د الكولي مشروباتو له ۹۷ كڅوړو سره بالفعل ونيوه.
دا په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان په ښار كې په ښكاره توګه د الكولي مشروباتو له پېر او پلور څخه سر ټكوي او اړوند مسوولين يې په مخنيوي كې په ناكامۍ تورنوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ