د هريرود – مرغاب دريايي اوبو د تنظيم ادارې سرپرست وايي، په هرات كې وروستيو ورښتونو په سلما بند كې د ذخيره شوو اوبو كچه شاوخوا ۱۴۰ ميليون متر مكعبه ته لوړه كړې ده.
حبيب الله زوران كليد ته وويل، په دې وروستيو كې د سلما بند د كاسې ۴۱ ميليون متر مكعبه اوبه د غوريان ولسوالۍ كرنيزو ځمكو ته وېشل شوې دي.
د هغه په وينا، د سلما بند په كاسه كې د اوبو د كموالي له كبله د دغه بند د برېښنا د توليد توربينونه غيرې فعال دي.
د يادونې وړ ده، چې سلما بند د ۶۳۴ ميليون متر مكعبه اوبو د ذخيره كولو وړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ