ads

په اسلام اباد كې د امريكا او طالبانو د استازو غونډه وځنډېده

د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې له امريكايي پلاوي سره د وسله والو طالبانو د استازو غونډه، چې ټاكل شوې وه نن ترسره شي، وځنډېده.

نویسنده: mayar
29 سلواغه 1397
په اسلام اباد كې د امريكا او طالبانو د استازو غونډه وځنډېده

د پاكستان په پايتخت اسلام اباد كې له امريكايي پلاوي سره د وسله والو طالبانو د استازو غونډه، چې ټاكل شوې وه نن ترسره شي، وځنډېده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دوى په دې غونډه كې د خپلو استازو د ګډون تابيا نيولې وه، خو د مركچي پلاوي ډېرى غړو ته يې د امريکا او ملګرو ملتونو د تور لېست له كبله د سفر زمينه برابره نه شوه، نو ځكه ياده غونډه وځنډېده.
په خبرپاڼه كې راغلي، د طالبانو له لوري دغې غونډې ته پوره چمتووالى نيول شوى و.
سرچينې هغه راپورونه بې بنسټه بللي، چې ګواكې دا غونډه د طالبانو لخوا لغوه شوې ده.
بايد وويل شي، چې په اسلام اباد كې له امريكايي پلاوي سره د طالب استازو د غونډې ځنډېدو هلته د پاكستان له لومړي وزير عمران خان او د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د دوى ليدنې لغوه كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA