ads

د امريكا او طالبانو استازو پر څلورو مهمو موضوعګانو بحثونه كړي

د ملي يووالي حكومت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د وسله والو طالبانو له استازو سره په بېلابېلو غونډو كې پر څلورو مهمو موضوعګانو خبرې كړې دي.

نویسنده: mayar
29 سلواغه 1397
د امريكا او طالبانو استازو پر څلورو مهمو موضوعګانو بحثونه كړي

د ملي يووالي حكومت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د وسله والو طالبانو له استازو سره په بېلابېلو غونډو كې پر څلورو مهمو موضوعګانو خبرې كړې دي.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري نن يوې خبري غونډې ته وويل، د امريكا او طالبانو استازو په خپلو غونډو كې له القاعده شبكې سره د طالبانو د اړيکو پر څرنګوالي، د امريکايي سرتېرو پر حضور، له افغان حکومت سره پر مستقيمو مذاکراتو او سرتاسري هراړخيز او دايمي اوربند بحثونه كړي دي.
د هغه په وينا، د دغو مواردو په برخه كې لږ پرمختګ شوى، خو بايد پر ټولو بشپړه هوكړه وشي.
بل پلو جمهور رئيس محمد اشرف غني د يكشنبې په ماښام په ارګ كې له خليلزاد سره د ليدنې په مهال ويلي، طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړيکې واضحې کړي، چې پر کوم اساس استوارې دي او ترڅنګ دې يې له تروريستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره هم د طالبانو اړيکې معلومې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA